کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۳): د ا.ا د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز لومړي مرستیال د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قولاردو اړوند له نوو جوړېدونکو امنیتي پوستو لیدنه کړې ده.
دفاع وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د وسلهوال ځواک د لوی درستیز لومړي مرستیال حاجي ماليخان صدیق د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قولاردو اړوند د نوو جوړېدونکو امنیتي پوستو لیدنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د لوی درستیز مرستیال په دې لیدنه کې د قراردادي شرکت مسوولینو، انجنیرانو او کارکوونکو ته په اړوند برخو کې لازمې لارښوونې کړې دي.
دغه راز، د لوی درستیز مرستیال په یاده سیمه کې له موظفو مسوولینو او مجاهدینو هم سره هم لیدلي، د هغوی ستونزې یې اورېدلې، د ستونزو د حل او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن