Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سېلاب: تر اوسه مو د شاوخوا لس زره جوړو ډله‌ییز ودونه ترسره کړي

پلخمري (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): د سېلاب خیریه بنسټ مشر وایي، تر اوسه یې د هېواد په کچه د شاوخوا لس زره جوړو ډله‌ییز ودونه ترسره کړي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب نن بغلان ولایت کې ډله‌ییز واده ترسره کولو ته د چمتوالي لپاره جوړې شوې غونډې په څنډهکې کې پژواک خبري  اژانس ته وویل: «بغلان ته مې د راتګ موخه په نږدې راتلونکې کې په دغه ولایت کې د مېشتو ټولو قومونو لسګونوجوړو ګډ ډله‌ییز واده ترسره کول دي چې غواړم له ځایي چارواکو او قومي مشرانو سره پرې ګډ کار وکړم

هغه وویل چې تر اوسه یې د هېواد په کچه د شاوخوا لس زره جوړو ډله‌ییز ودونه ترسره کړي دي.

ده زیاته کړه، قومي مشران او دیني عالمان باید له لوړ ولور او ورته نورو ناوړه دودونو څخه مخنیوی وکړي.

دینی عالم مفتی امرالله حبیبي هم په یاده ناسته کې وویل، په ولایتونو کې ترسره شوو ډله‌ییزو ودونو بغلان کې پر ځینو کورنیو وار د مخهمثبت اغېز کړی.

ډېرو منلې  باید د ودونو لوړ لګښت او ولور کم شي  .

ده وویل: «له خلکو سره مې د ناوړه دودونو او لوړ ولور په اړه خبرې کړي، ځینو یې د ولور کمولو ژمنې هم کړي خو دیني عالمان, حکومتاو قومي مشران یې باید پر وړاندې ګډه مبارزه وکړی ترڅو ټول ناوړه دودونه له منځه ولاړ شي

ولور او د ودونو لوړ لګښت ټول هېواد کې په یو داسې ناوړه دود بدل شوی چې د پوره کولو لپاره یې ځوانان نورو هېوادونو ته کډوال کیږياو یا یې د همدې امله کلونه کلونه ودونه ځنډیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.