فراه (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): د فراه امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې ناپېژاندو کسانو یو کس د چړو په ګوزارونو وژلی او د هغه مېرمن یې ټپي کړې ده.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمد نسیم بدري وایي چې دغه پېښه نن غرمه مهال د فراه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
هغه وویل چې ناپېژاندو کسانو په یاده سیمه کې یو کس او د هغه مېرمن په چړو وهلي چې خاوند یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او مېرمن یې ټپي ده.
دی وایي چې امنیتي کسانو ځانونه د پېښې ځای ته رسولې او په اړه یې پلټني پیل کړې دي.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن