کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): سیمهییز چارواکي وایي، په لوګر او فراه کې له دوو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو او پنجشېر کې له دوو زرو بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند صبغتالله نایبخیل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې له شاوخوا ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغهراز، د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې له ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې مرستې د ملګرو ملتونو د خوړولو نړسوال سازمان په مالي مرسته وېشل شوي او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، لس لېټره غوړي، لس کېلوګرامه دال، شپږ کیلوګرامه مالګه او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نصرالله ملکزاده وایي، د دغه ولایت په عنابه، رخه، دره، پریان او لومړۍ حصه ولسوالیو کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شول.
هغه وویل چې یاده مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په مالي مرسته ترسره شوه او هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه تخم او سل کیلوګرامه توره او سپینه کېمیاوي سره ورکړل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP