کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو تړونونه منظور او د ۱۵ نورو یې تعدیل کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا لس میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ نورو تعدیل شول.
سرچینې لیکلي، د یاد کمېسیون نوبتي غونډې ته د منظورۍ په موخه دېرش پروژې وړاندې شوې چې له ډلې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د ۱۵ تعدیل، د یوې لغوه او د دوو نورو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې له ګټونکو شرکتونو سره بیاځلې خبرې ترسره او خپل راپور د دغه کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
سرچینې وړاندې لیکلي، په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز ولایتونو د پوهنتونونو د لیلیو ودانیو پاتې چارې بشپړول، کندهار کې د احمدشاه بابا نړۍوال هوايي ډګر بیارغونه، په بادغیس ولایت کې د قیصار ـ لامان ۲۵ کیلومتره سړک د پاتې چارو اساسي جوړونه، د حیرتان ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ د رېلي او غیررېلي تاسیساتو بیارغونه، د کابل ښار ځینې داخلي سړکونه او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له بودیجې به تمویل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن