لښکرګاه (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): تېره ورځ د هلمند د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه د دوولس ولسوالیو د سل پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت د غېږنیونې فدراسیون له لوري منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه د دوولس ولسوالیو د سل پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې چې په پایله کې یې لس غوره لوبغاړي د ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
هغه وویل، یادې سیالۍ په بېلابېلو عمري کټهګوریو کې ترسره شوې، غوره لوبغاړو ته د یاد فدراسیون او یو شمېر سوداګرو له لوري نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP