Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابلوف: د برېکس غونډې ته د ا.ا بلنه د برېکس غړو هېوادونو له پرېکړې سره تړلې ده

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د دغه هېواد په کازان ښار کې د برېکس جوړېدونکې ناستې ته د اسلامي امارت بلنه د برېکس د غړو هېوادونو له نظر سره تړلې خبره ده.

برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا د برېکس اصلي غړي دي، خو کېدای شي سعودي عربستان، ایران، عربي متحده امارات، ارژانتین، اتیوپي او مصر هم رسماً د دغه اقتصادي فورم غړي شي. دغه راز لسګونه نورو هېوادونو هم لېوالتیا ښودلې چې له دغه اقتصادي بلاک سره یو ځای شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د روانې تلې میاشتې په پنځمه ویلي وو چې د سرپرست حکومت یو پلاوی غواړي، د برېکس په غونډه کې چې ټاکل شوې د اکتوبر په ۲۲مه او ۲۴ مه د روسیې په کازان کې جوړه شي، ګډون وکړي.

د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه د مسکو د مشورتي فورم له غونډې وروسته خبریالانو ویلي چې د برېکس په ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون بلنه د برېکس د غړو هېوادونو له نظر سره تړلې ده.

هغه ویلي روسیه نه شي کولای په یوازې توګه د خپلو شریکانو له هوکړې پرته، نور هېوادونه د برېکس ناستې ته راوبولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو (FSB) مشر الکساندر بورتنیکوف وویل چې د «طالبانو تحریک» په روسیه کې د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ څخه د ایستلو چارې په وروستیو پړاوونو کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.