Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې دوو پېښو کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): تېره اونۍ، ا.ا وویل د ځینو بریدونو عاملین چې له بلوچستانه افغانستان ته راغلي وو، نیول شوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډه کې وویل چې دا فارمټ دې د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه

  • متقي: مسکو فارمټ دې د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي.
  • د مسکو فارمټ ناسته کې د چین او روسیې استازي: غواړو افغانستان د اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال پر مرکز بدل شي.
  • مجاهد: کابل، بامیان او فاریاب کې د بریدونو عاملین نیول شوي.
  • اقتصادي معاونیت د ۱۲ میلیارده افغانۍ پانګونې طرحه تایید کړه.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې دوو بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.

د راپورونو له مخې، د سرپل امنیې قوماندانۍ ویلي، په دغه ولایت کې له پخوا پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې د درېیو ماشومانو ژوند اخيستی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه‌راز، د پنجشېر امنیې قوماندانۍ ویلي، د دعه ولایت په دره ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنه کې د سیمې شپږ اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

پژواک وړمه اونۍ افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه و تر لاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د مسکو فارمټ ناسته

تېره اونۍ، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي ناسته د افغانستان، روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون په مسکو کې ترسره شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په یاده ناسته کې وړاندیز وکړ چې د کوربه هېواد او د مسکو فارمټ غړو هېوادونو په همکارۍ دې دغه میکانیزم د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي.

دغه‌راز، متقي په یاده غونډه کې د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د داعش له لوري د دوی د وګړو د جذب او افغانستان ته یې بیا د رااستولو د مخنیوي په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.

په یاده غونډه کې د چین استازي او د روسیې بهرنیو چارو وزیر، د ا.ا د اقتصادمحوره سیاست او د امنیت برخه کې د اقداماتو هرکلی وکړ ویې ویل، غواړي افغانستان د اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال پر مرکز بدل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي‌لاوروف ویلي: «موږ باور لرو چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د رغنده خبرو اترو دوام په دې هېواد کې د امنیت، اقتصادي پراختیا او ملي پیوستون په ګټه دي.»

«د دوو بریدونو عاملین له بلوچستانه افغانستان ته راغلي وو»

د روان کال د وږي په ١٢مه د کابل ښار د دارالامان پر سړک د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست پر کارکوونکو برید وشو او چارواکو وویل چې شپږ کسان په کې وژل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره اونۍ وویل، د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د «فتنګرو» د هغه ګروپ مهم غړي نیولي چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې برید کړی و او په کابل کې په یو شمېر نورو بریدونو او په بامیان ولایت کې په خارجي سیلانیانو برید کې یې هم لاس درلود.

هغه وایي، د یادو بریدونو په تړاو په نیول شوو کسانو کې  یو شمېر داسې کسان شته چې تازه د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.

افغانستان کې د پانګونو د طرحو تایید

تېره اونۍ، د افغانستان د اقتصادي معاونیت د وزارتونو ترمنځ د پانګونې کمېټې د پانګونې لپاره د بېلابېلو طرحو له تایید خبر ورکړ او ویې ویل چې ارزښت یې ۱۲ میلیارده افغانۍ بلل کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پانګونې دا طرحې، د لمریزې بریښنا د تولید، د ښارګوټو د جوړونې، د الکترونیکي دروازو کمپلکسونه، د هېواد په بندرونو کې د سکنرونو ځای پر ځای کول او د سوداګریز مارکیټونو جوړولو په برخه کې دي.

دغه‌راز تېره اونۍ، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲۴۰ مېګاواټه برېښنا د توليد هوکړې لاسلیک شوې او یاد شرکت ويلي و، دا مهال په هېواد کې د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې فرصتونه شته، له کورنيو او بهرنيو شرکتونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، قرغزستان له افغانستان سره د ۱۲۰ ټنه اوړو، غوړيو او بورې مرسته وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.