کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنده کې د چین، ایران، ازبکستان، پاکستان او هند له ځانګړو استازو سره لیدلي.
تېره ورځ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي ناسته د افغانستان، روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو په ګډون په مسکو کې ترسره شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ د شپږمې ناستې په څنډه کې د چين، ايران، ازبکستان، پاکستان او هند له ځانگړو استازو وليدل.
سرچينې لیکلي، په دغه ناستو کې د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو هراړخيزې خبرې وشوې.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، متقي په افغانستان کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ وباله او ویلي یې دي چې دا د افغانستان او د سيمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
هغه دغهراز د افغانستان او اړوندو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پر پراختيا، سوادګرۍ او پانګونې ټېنګار کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو هېوادونو استازو هم له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د تعامل پر زياتوالي او هر اړخیزې همکارۍ ټېنګار وکړ او د افغانستان وضعیت یې د ډاډ وړ وباله.
د یادونې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په یاده ناسته کې وړاندیز وکړ چې د کوربه هېواد او د مسکو فارمټ غړو هېوادونو په همکارۍ دې دغه میکانیزم د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي.
دغهراز، متقي په یاده غونډه کې د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د داعش له لوري د دوی د وګړو د جذب او افغانستان ته یې بیا د رااستولو د مخنیوي په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
په یاده غونډه کې د چین استازي او د روسیې بهرنیو چارو وزیر، د ا.ا د اقتصادمحوره سیاست او د امنیت برخه کې د اقداماتو هرکلی وکړ ویې ویل، غواړي افغانستان د اقتصادي او سیمهییز اتصال پر مرکز بدل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګيلاوروف بیا ویلي باور لري چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د رغنده خبرو اترو دوام په دې هېواد کې د امنیت، اقتصادي پراختیا او ملي پیوستون په ګټه دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن