غزني ښار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): په غزني ولایت کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د «قلعهجوز» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د غزني کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه نیمه میاشت مخکې د کرکټ بورد د کورني کرکټ څانګې له هدایت سره سم د غزني د ۱۴ کلبونو ترمنځ ۵۰ اووریزې سیالۍ پيل شوې وې.
هغه وايي چې د یادو سیالیو پای لوبه نن د «قلعه جوز» او «مرحبا افغان» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
ده وویل چې قلعه جوز لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.
هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو مخکښه لوبډله به د زونونو په کچه په کلب لیول سیالیو کې ګډون وکړي او غوره لوبغاړي به د غزني ولایت دویمه درجه ولایتي سیالیو ته غوره شي.
بل لورته، لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.
د مرحبا افغان لوبډلې یوه لوبغاړي لعلګل پژواک ته وویل چې دغه شان سیالۍ د ځوان لوبغاړو د استعدادونو ښکاره کولو او ظرفیت لوړولو لپاره ډېرې مهمې دي.
خو ده وویل چې د کرکټ معیاري ډګرونه نه لري او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي، حکومتي مسوولین باید پاملرنه وکړي.
د یادونې ده، په تېره یوه میاشت کې د غزني ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کلبونو په کچه د کرکټ پنځوس اووریزې سیالۍ پيل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP