Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد کې د يوناني درملو د غیرمسلکي پلورونکو شتون خلک اندېښمن کړي

جلال‌اباد کې د يوناني درملو د غیرمسلکي پلورونکو شتون خلک اندېښمن کړي

author avatar
6 Oct 2024 - 15:22
جلال‌اباد کې د يوناني درملو د غیرمسلکي پلورونکو شتون خلک اندېښمن کړي
author avatar
6 Oct 2024 - 15:22

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د یوناني درملو ډېری پلورونکي غیرمسلکي دي، د دې پر ځای چې درمل یې ګټه ورسوي، ستونزې پیدا کوي.

د جلال‌اباد ښار د درمسال څلورلارې سيمه چې يو وخت به سيک حکیمانو په کې يوناني درمل پلورل، اوس یې هټۍ غیرمسلکي کسانو ته ورپاتې شوې دي.

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله سیک هېوادوال د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او خپل دغه کاروبار يې نورو کسانو ته پرېیښی دی.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي وايي چې اوسمهال په دغو يوناني درمل پلورنځيو کې د غیرمسلکي کسانو موجوديت د اندېښنې وړ خبره ده او که حکومت يې کنټرول نه کړي، نو خلکو ته د روغتيا پر ځای ډول ډول ناروغۍ پيدا کولای شي.

د الوزي په نوم يو سپين‌ږيری وايي، پخوا په دغو يوناني درمل‌پلورنځيو کې سيک حکیمان کېناستل چې له پلرونو ورته دغه مسلک ورپاتې و چې هم پر ناروغيو پوهېدل او هم يې پر درملنه.

د جلال‌اباد ښاریان له ولايتي ادارې غوښتنه کوي چې د يوناني درملو غیرمسلکي پلورونکو مخه دې ونيسي او په دې برخه کې دې کنټرول وکړي.

د جلال‌اباد ښار یوه بل اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل، د روغتیا ریاست او نورې اړوند ادارې باید د دې چارې مخه ونیسي او یوناني درمل باید د مسکي کسانو له لوري وپلورل شي.

په جلال‌اباد کې د یوناني درمل پلورونکي هم مني چې اصلي حکیمان نشته او اوس دغه کار غیرمسلکي کسانو ته ورپاتې دی.

په یاد ښار کې یوه یوناني درمل پلورونکي جاوېد پژواک ته وویل، هغه مهال چې مسلکي کسان (سیک حکیمان) وو، کارونه هم ښه وو، اوس کارونه هم خراب شوي دي.

د ننګرهار چارواکي هم دا ستونزه مني او وايي، د مخنيوي لپاره يې کار روان دی او په نږدې وختونو کې به ورته يو طرزالعمل جوړ شي.

د ننګرهار د خوړو او درملو رياست د درملو او روغتيایي محصولاتو امر ډاکټر اول‌ګل خادم پژواک ته وویل، د دغه ریاست له لوري د يوناني درملو د پلور لپاره پر يوه طرزالعمل کار روان دی.

هغه زياته کړه: «موږ په دې طرزالعمل کار روان کړی دی، يو څه مو کنټرول کړي، دا به موږ مسلکي کوو، څه موده وړاندې دلته غیرمسلکي د یوناني درملو کارخانې وي، قاچاقي دوايانې راتللې چې د دغو ټولو مخه تر ډېره نيول شوې ده.»

روغتیاپالان وايي، په اوسني وخت کې یوناني طبابت د ګټې پر ځای ځکه تاوان ډېر لري چې پلورونکي یې د ناروغیو د تشخیص اسانتیاوې نه لري او له تشخیصه پرته درملنه کوي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر قیام‌الدین واک وايي، اوسمهال یوناني طبیبان نه یوازې خپلې دوایانې خرڅوي، بلکې طبي درمل هم خلکو ته ورکوي چې دا غیرمسلکي کړنه ده.

د یادونې ده، د ننګرهار ترڅنګ په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې هم یوناني درمل پلورل کېږي او ډېر خلک پر دې باور دي که یوناني درمل ګټه ونه کړي نو زیان هم نه کوي.

Views: 26

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.