ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

غزني کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): غزني کې ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د «چلنج کپ» تر نامه لاندې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې.

د غزني ولایت د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو سیالیو کې د غزني ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ګڼ شمېر لوبغاړو برخه اخیستي ده چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، لومړۍ سیالۍ د «یانګ‌بای» او «مینه‌وال زلمو» ترمنځ ترسره شوه چې یانګ‌بای لوبډلې وکولای شول چې د مینوال زلمو د ۱۷۱منډو هدف د لوبې په اتلسم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړي او لوبه یې د څلورو ویکټو په توپیر وګټله.

هغه زیاته کړه، له یادو سیالیو څخه یې موخه «ریجن» او دویمه درجه ولایتي سیالیو د دغه ولایت د لوبغاړو چمتو کول دي.

ورته مهال، د کرکټ لوبغاړي د داسي سیالیو تر سره کېدو ته خوښ دي.

د «مینوال زلمو» لوبډلې یوه لوبغاړي حمزه پژواک ته وویل چې دغه شان سیالۍ د ځوانانو د استعدادونو د را برسېره کېدو او ظرفیت لوړولو لپاره مهمې دي.

یاده دي وي چې تېره ورځ هم په غزني کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵۰ اووریزې سیالۍ چې یوه نیمه میاشت وړاندي د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د څانګي په هدایت د کلپونو په کچه پیل شوې وې، د قلعه جوز کرکټ کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.