Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ د خپل خاوند له لوري وژل شوې

کندهار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): کندهار کې ځايي مسوولین وایي، تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په ګل ‎کلاچه سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او د هغې ورور یې ټپي کړی دی.

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ولسوال مرستیال ملا عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د دې ولسوالۍ په ګل ‎کلاچه سیمه کې یوه کس خپله مېرمن د پلار په کور کې په ډزو وژلې او د هغې ورور یې ټپي کړی دی.

هغه د یادې پېښې په اړه نور جزییات ورنه‌کړل خو په خبره یې چې قاتل له سیمې تښتېدلی دی.

ورته مهال، د سیمې یو اوسېدونکی محمدعوض وایي، یاده نجلۍ چې ۱۵ کاله عمر یې درلود، یونیم کال مخکې واده شوې وه.

د نوموړي د معلوماتو له ‌مخې، وژل شوې نجلۍ له واده وروسته یوازې درې میاشتې د خاوند په کور کې تېرې کړې وې او بیا هلته د تاوتریخوالي له امله د پلار په کور کې اوسېده.

محمدعوض وايي، د نجلۍ خاوند تېره شپه د پلار کور ته ورغلی، نجلۍ یې په ډزو وژلې او د هغې ورور یې ټپي کړی دی.

د یادونې ده چې کندهار کې له دې مخکې هم د کورني تاوتریخوالي له امله ورته پېښې رامنځته شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.