Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فرمان: دولتي چارواکي او مامورین د قراردادونو په داوطلبیو کې ګډون نه شي کولای

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): د عدالیې وزارت وایي، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتیا په موخه دولتي چارواکي او مامورین نه شي کولای د قراردادونو په داوطلبیو کې ګډون وکړي.

د عدلیې وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه فرمان د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتیا په موخه صادر شوی دی.

د یاد فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي، د وزارتونو او امارتي ادارو په تدارکاتو، کان کېندنې او نورو قراردادونو کې د روڼتیا د تأمینولو په منظور چې موضوع یې عامه شتمنۍ وي، امارتي مقامات او مامورین نه شي کولای، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کېندنې قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.

د فرمان په دوېیمه ماده کې راغلي، هغه خصوصي شرکتونه چې امارتي چارواکي او مامورین په هغو کې ونډه‌وال او یا مسوول وي، هم د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.