کندوز (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې تېرو پنځو میاشتو کې د شېرخان بندر له لارې د څه باندې پنځه میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي مرکزي اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي.
د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالمتین یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دې وروستیو پنځو میاشتو کې د شېرخان بندر له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ته د څه باندې پنځه میلیون ډالرو په ارزښت مبلایل، د موټر ټایرونه، وچه مېوه او داسې نور سوداګریز توکي صادر شوي دي.
هغه وویل: «الحمدلله دې وروستیو کې تجارت ډېر ښه روان دی او سوداګر په ارامه فضا کې خپل کاروبار پر مخ بیایي.»
بلخوا، د کندوز یوه سوداګر محمدنسیم رسولي په شېرخان بندر کې د اسانتیاوو له رامنځته کېدو خوښي وښوده خو سوداګرو ته د تاجکستان له لوري د ویزې نه ورکول یوه لویه ستونزه یادوي.
هغه وویل: «شېرخان بندر کې واردات او صادرات ډېر ښه دي، سوداګرو ته کومه ستونزه نشته، موږ ډېر خوشحاله یو، خو یوازېنۍ ستونزه سوداګرو ته د تاجکستان له لوري د ویزو نه ورکول دي، ویزې په تور بازار کې پلورل کېږي، خو په عادي ډول ویزه مشکله ده، هیلهمند یو څو دا ستونزه ژر حل شي.»
ورته مهال، د کندوز د بهرنیو چارو ریاست مرستیال نورالحق عمري سوداګرو ته د تاجکستان له لوري ویزو نه ورکولو ستونزې ته د رسېدنې په موخه د هڅو خبره کوي.
هغه وویل: «موږ خپلو سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او د ویزو ستونزې مو له تاجکستان هېواد سره شریکې کړي، انشاءالله دا ستونزه به ډېر ژر حل شي.»
شېرخان بندر د هېواد په شمال کې یو له مهمو بندرونو څخه دی چې افغانستان له تاجکستان سره نښلوي او له دې لارې سوداګریز توکي د مرکزي اسیا هېوادونو ته انتقالېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP