Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳ نور ټپیان شوي

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳ نور ټپیان شوي

author avatar
6 Oct 2024 - 11:42
غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳ نور ټپیان شوي
author avatar
6 Oct 2024 - 11:42

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): په غزه کې په داسې حال کې پر یوه جومات او ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳ نور ټپيان شوي چې د نړۍ په ځینو لویو ښارونو کې د دغه ډول بریدونو پر ضد لاریونونه شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې په تړانګه کې پر جومات او ښوونځي د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان دي.

سرچينې د غزې د دولتي رسنیو دفتر له قوله لیکلي: «اسراییلي ځواکونو په یوه شپه کې دوه وحشیانه او قتل‌عام بريدونه وکړل، يو بريد پر یو جومات او بل بريد پر يوه ښوونځي چې بې‌ځایه شوي ملکي فلسطینیان په‌کې اوسېدل.»

د راپورونو له مخې، په نښه شوي ځایونه د «دیرالبلح» ښارګوټي اړوند جومات او د «د الاقصی شهیدانو» روغتون ته څېرمه د ابن رشد ښوونځی دي چې سلګونه بې‌ځایه شوي ملکي وکړي په‌کې اوسېدل.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ځینو لویو ښارونو کې زرګونو لاریون‌کوونکو په غزې او منځني ختیځ کې د جګړو درېدو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه لاريونونه تېره ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاریس، د یونان په پلازمېنه روم، د فليپين په پلازمېنه مانیلا، د امریکا په نیویارک ښار او د سوېلي افریقا په پلازمېنه کیپ‌ټاون کې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته هم لاریونونه شوي او لاریون‌کوونکو د اسرائيلو له بریدونو د امریکا پر ملاتړ سخته نیوکه کړې ده.

د راپورونو له مخې، تر دې مهاله په غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۴۱۸۲۵ فلسطینیانو ژوند بایللی او له ۹۶۹۱۰ زره ډېر نور ټپيان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.