مهترلام (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وایي، نن سهار د کابل ــ جلالاباد پر لویه لاره د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په محمدعلي کڅ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د لغمان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار اووهنیمې بجې د کابل – جلالاباد پر لویه لاره د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند محمدعلي کڅ سیمه کې د یوې ټکسي، بکسه او فیلډر موټرو ترمنځ د ټکر له امله یو کس مړ شوی او د یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل، پېښه د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې او په خبره یې چې د پېښې ټپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP