Language

تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳۰۰۰ بهرني وګړو هېواد ته تګ‌راتګ کړی

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېره میاشت کې د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکني بندرونو له لارې افغانستان ته د درې زره او ۳۲۸ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.

د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان کال په وږي میاشت کې د ۳۳ ښځو په ګډون ۱۸۰۴ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۱ ښځو په ګډون، ۱۵۲۴ نور له هېواده وتلي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د ثبت شوو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۷۶۴ کسان له ځمکني بندرونو او ۳۹ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له دې ډلې ۲۱۲ کسان د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور د کار په موخه هېواد ته داخل شوي دي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ثبت شوو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل او بلخ نړۍوالو هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.

د يادولو ده، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسووليت هم پر غاړه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.