خوست ښار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): يو شمېر افغان سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، پاکستان پر غلامخان بندر ډېر محدود شمېر بار وړونکو موټرو ته اجازه ورکوي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
هغوی وايي، له تازه ميوې او سبزیجاتو بار موټر په ورځو ورځو ولاړ وي او دې ته انتظار باسي چې پاکستاني لوری له غلامخان بندر څخه د تېرېدو اجازه ورکړي.
يوه سوداګر فیضمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، وروسته له هغه چې په غلامخان بندر کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، د توکو انتقال پر وخت نه کېږي.
نوموړی وايي، افغان سوداګر هره ورځ په ميليونو افغانۍ زيان ويني او له دواړو حکومتونو غواړي چې پر دې لار باروړونکو موټرو ته په اسانۍ د تګ اجازه ورکړي.
دی زياتوي: «بيګا شپه زه راغلی يم، په اډه کې څلور سوه موټر له ما مخکې دي، بار کړي مې هم انګور دي چې د ورځې سل سل موټر پاس شي څلور شپې خو زما په اډه کې تېرې شوې، درې ورځې زما په قطار کې وځي دا يې اووه شپې او اتمه شپه به زما انګور رسېږي، تر هغه وخته دا ټول خرابېږي.»
دغه راز، يوه بل افغان سوداګر سيد احمد پژواک ته وويل، هر وخت چې د افغاني توليداتو په ځانګړي ډول د تازه ميوې او سبزۍ موسم را ورسېږي، پاکستان په يوه پلمه خپل بندرونه د افغان سوداګرو پر مخ وتړي.
نوموړي له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې پاکستاني لوري باندې فشار راوړي څو د افغاني محصولاتو پر مخ خپل بندرونه پرانېزي.
هغه وايي: «زموږ ترانسپورټ بايد د سياست ښکار نه شي او د ترانسپورټ لاره بايد اسوده شي، څو موږ خپل ځای ته مالونه ورسوو او افغان تجاران بيخي زيات خفه دي، تراوسه پورې يوه تجار هم يوه روپۍ فايده نه ده کړې.»
دغه راز، يوه موټر چلوونکي زاهدالله هم پژواک ته وويل، د لارې بنديدو او په ورځني ډول د کمو توکو انتقال د دې لامل شوي چې زياتره تازه مېوې او سبزي خراب شي چې له امله یې دوی میلیونونه افغانۍ تاوان کوي.
هغه زياتوي: «داسې ترتيب يې جوړ کړی وای چې سل موټر يې د سبزي او مېوې پرېښودی، پنځوس يې بايد د نورو شیانو ورسره پرېښودای. زما اوولسمه ورځ ده، پيسې ختمې شوې، هر څه نه موږ خلاص شوو.»
بلخوا ځايي حکومتي مسوولين پر غلام خان بندر د عادي تجارت د دوام ډاډ ورکوي.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني په دې اړه پژواک ته وويل: «په ډېرو بندرونو باندې لارې بندې دي، یوازې دلته لار خلاصه ده، نو د ټول افغانستان فشار پر دې ځای دی، په دې وجه موټر چلوونکو ته یو څه مشکل جوړ شوی او اوس هم لاره خلاصه ده، خو انشاءالله چې شته مشکل به هم ژر حل شي.»
هغه زیاتوي چې په یاده لار د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د دواړو حکومتونو ترمنځ خبرې روانې دي.
د یادونې ده چې غلامخان د هېواد د نورو بندرونو په پرتله کراچۍ بندر ته تر ټولو نږدې دی او سوداګر دغه لار ځانته اسانه او ارزانه بولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP