پلعلم (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او درېیو ولسوالیو کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دا پروژې په مرکز پلعلم، محمداغې، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې په راتلونکو درېیو میاشتو کې پلې کېږي.
سعید زیاته کړه، په یادو پروژو کې به شاوخوا ۱۲ سوه کسانو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شي.
ده وویل: «په یادو ۱۲ پروژو کې د کانالونو کېندل، د استنادي دیوالونو جوړول، د ځمکې لاندې اوبو مدیریت او ځینې نور پروژې شاملې دي.»
بل لور ته، خلک هم د دغو پروژو پلې کېدو ته خوښ دي.
د مرکز پلعلم یوه بزګر جنتګل پژواک ته وویل، خوښ دی چې د کرنې ریاست له لوري په مرکز پلعلم او یو شمیر ولسوالیو کې د کرنې اړوند ۱۲ پروژې پلې کیږي.
ده وویل، د یادو پروژو له پیل سره به سلګونه بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به د پروژو له بشپړېدو سره به د اوبو ضایعاتو مخنیوی وشي او کرنې او بڼوالۍ لپاره به په کافي اندازه اوبه برابرې شي.
د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو مالي لګښت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) له لوري ورکول کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن