ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فطرت: د اکټوبر ۷مه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بولو

فطرت: د اکټوبر ۷مه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بولو

author avatar
7 Oct 2024 - 15:00
فطرت: د اکټوبر ۷مه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بولو
author avatar
7 Oct 2024 - 15:00

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ او وروسته له شلو کلونو دې پایلې ته ورسېدل چې لویه اشتباه یې کړې وه.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ؛ دغه هېواد او ورسره ناټو ځواکونو نږدې شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، خو وروسته یې له اسلامي امارت سره په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د ۱۳۹۹ کال په کب میاشت کې تړون لاسلیک شو او له مخې یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ د امریکا وروستی عسکر د ۱۴۰۰ کال د وږي په نهمه (د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۳۱مه) د کابل له هوایي ډګره ووت او ا.ا د دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شو.

د راپورونو له مخې، د امریکا په دې ۲۰ کلنه جګړه کې د دغه هېواد دوه‌نیم زره سرتېري ووژل شول.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دې ورځې په اړه په یوه غږیز پيغام کې ویلي: «موږ دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بولو، دا پر افغانانو یو ظالمانه یرغل و چې په نتیجه کې یې زرګونه بې‌ګناه افغانان شهیدان، ټپیان، زنداني او بې‌کوره شول؛ اشغال‌ګرو پر افغانستان پوره شل کاله خپل لاسپوڅي مسلط کړي وو، خو وروسته له شلو کلونو دې نتیجې ته ورسېدل چې پر افغانستان یې د یرغل لویه اشتباه کړې وه.»

ده ویلي چې د افغانانو د مبارزې په پایله کې هېواد له اشغاله خلاص شو او اوس په ټول هېواد کې شرعي نظام حاکم دی.

د سیاسي چارو شنونکي عزیز ستانکزي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «پوره ۲۳ کاله مخکې د اکټوبر په اوومه افغانستان یوه لویه غمیزه تجربه کړه؛ ناټو او امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، یوه ډله یې دلته پر قدرت مسلطه کړه، او خپل مشروعیت یې پرې ومانه او په دغو کلونو کې بې شمېره افغانان شهیدان او ټپیان شول.»

ده وویل، اسلامي امارت وکولای شي چې استقلال لاس ته راوړي او یرغلګر له افغانستانه وباسي.

د سیاسي چارو پوه سلیم پیګر بیا وایي، امریکایانو فکر کاوه چې له کورنیو جګړو وروسته افغانان ستړي او ضعیف شوي نو ځکه یې په امریکا کې د سپټمبر یوولسمې پېښه پلمه کړه او پر افغانستان یې یرغل وکړ.

هغه وویل چې د افغانانو د مبارزې په پایله کې امریکایان «تور مخ» له افغانستانه ووتل.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.