لښکرګاه (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال یې تر اوسه ۷۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې ۴۶ میلیونه یې بېرته د ښار ځينو برخو کې پر رغنیزو پروژو لګولي دي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښاروالۍ مسوولینو نن په یوه خبري غونډه کې ښاریانو ته د خپلو کړنو او لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، روان کال یې په ټولیز ډول تر اوسه ۷۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې ۴۶ میلیونه یې بېرته د ښار ځينو برخو کې پر رغنیزو پروژو لګولي دي.
د یادې ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار وویل، یو شمېر هټۍوالو ترې د مالیو د کمېدو غوښتنه کړې وه چې له مرکز سره په تفاهم به یې غوښتنې ومنل شي.
ابشار دغه راز وویل، روان کال به له خپلې پراختیایي بودجې د ښار په اتو ناحیو کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ بېلابېلې پروژې هم پلې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP