Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا خلک د برېښنايي تذکرو د مرکزونو ډېرېدو غوښتنه کوي

ښرنه (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې یوازې دوه د برېښنايي تذکرو مرکزونه دي چې د ګڼې ګوڼې او لرې‌والي له امله دوی نه شي کولای په اسانۍ تذکرې ترلاسه کړي.

بلخوا، مسوولین هم یاده ستونزه تاییدوي او وايي چې د حل لپاره یې جدي هلې ځلې کوي.

په دې اړه د پکتیکا ولایت د یحیی‌خېلو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بازمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له خپلې کورنۍ سره مرکز ښرنې ته راغلی څو برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي.

هغه وايي چې ولسوالۍ یې له مرکزه لرې ده، پر وخت نه شي رسېدلی او بل د موټر کرایه هم لوړه ده.

ده زیاته کړه: «زه د یحیی‌خېلو څخه راغلی یم، زموږ د تذکرو په اخیستو کې ډېر مشکلات دي، کله چې زنانه راسره وي راځو په لار کې کله موټر خراب شي، بیا چې دلته را رسېږو بیا یا نوبت نه وي یا رسمیات ختم شوي وي، نو بیا هوټل کې ورته شپې تېروو او د یوې تذکرې لپاره څو ځلې ځو راځو.»

دغه راز، د ګیان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بلال هم پژواک ته وویل چې د الکترونیکي تذکرو اخیستو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، له ګیان ولسوالۍ څخه تر مرکز ښرنې پورې شاوخوا څلور ساعته لار ده او زیاتره خلک د بد اقتصادي وضعیت له امله نه شي کولی چې مرکز ښرنې ته د تذکرو ترلاسه کولو لپاره راشي.

هغه زیاته کړه: «د ګیان ولسوالۍ څخه څلور یا پنځه ساعته مزل دی ښرنې ته، اول کرایه زیاته لګیږي، زیاتره خلک غریبان دي، نو دلته شپې هم راځي؛ ځکه که چا په نوم یا اساس نمبر کې غلطي وي، نو بیا دوه شپې پرې وځي بیا د هوټل مصارف هم پرې راځي.»

د دغه ولایت یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

بل لورته، مسوولین هم یاده ستونزه تاییدوي او وايي چې د حل لپاره یې جدي هلې ځلې کوي.

په دې اړه د پکتیکا د احصائیې او معلوماتو رییس مولوي فیض‌محمد صمیم پژواک ته وویل چې د برېښنايي تذکرو د وېش یو مرکز په ښرنه او بل په اورګون ولسوالۍ کې فعال دي.

نوموړي وویل: «موږ یو مرکز په ښرنه کې لرو او بل په اورګون ولسوالي کې لرو، خو کوښښ کوو چې یو مرکز په خیرکوټ ولسوالۍ کې هم فعاله کړو او بل د اسان خدمت څانګه باید فعاله شي چې په دې سره به د خلکو ډېری ستونزې حل شي.»

د پکتیکا د احصائیې ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې، دوی په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا سل زره کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.