کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د سترو سیمهییزو پروژو عملي کولو، د سرحدي سیمو امنیتي او ټولنیز وضعیت د لا ښهوالي او له یو شمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون ماښام د ریاستالوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې چې د سیاسي کمېسیون غړو، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال مولوي محمدابراهیم صدر هم حضور درلود، د افغانستان او سیمې پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې وشوې.
د سرچینې په حواله، په دې ناسته کې د اجنډا له مخې پر ورسپارل شوو موضوعاتو، د سترو سیمهییزو پروژو په عملي کولو، د سرحدي سیمو د امنیتي او ټولنیز وضعیت د لا ښهوالي او له یو شمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.
سرچینه زیاتوي، د سیاسي کمېسیون په یاده ناسته کې ټینګار وشو چې افغانستان د خپلو سرحدونو او بندرونو د امنیت د تامین لپاره چمتو دی او هيچا ته له خپلې خاورې نورو ته د ضرر متوجه کېدو اجازه نه ورکوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ناسته کې د منځني ختیځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښودل شوه او د فلسطین او اسلامي نړۍ د برحقه داعیې ملاتړ وشو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP