Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د باریکاب صنعتي پارک د برېښنا کمښت ‎ستونزه دې هواره شي»

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت یوه پلاوي له خصوصي سکټوره د ملاتړ او د باریکاب صنعتي پارک د زیربنایي او برېښنا د کمښت ستونزو د حل په موخه پروان ولایت ته سفر کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوي د باریکاب صنعتي پارک او د دغه پارک له فابریکو لیدنه وکړه.

سرچینې لیکلي، دغه سفر د هېواد د خصوصي سکټور د ملاتړ او د باریکاب صنعتي پارک د زیربنایي او برېښنا د کمښت ستونزو د حل په موخه شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پروګرامونو او د نړۍوالو بنسټونو له استازو سره د ترسره شوو ناستو پر بنسټ شوی دی.

سرچینې لیکلي چې په یاد پلاوي کې په کابل کې د چین سفارت او د خصوصي سکټور استازو هم ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د افغانستان له خصوصي سکټوره باید ملاتړ وشي او د برېښنا ریاست، بېلابېل نړۍوالې بنسټونه او د چین سفارت دې د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره ګډه همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.