ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان خوشي شول

د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان خوشي شول

author avatar
8 Oct 2024 - 18:15
د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان خوشي شول
author avatar
8 Oct 2024 - 18:15

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۸ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه شمېر کسان تېره ورځ د تورخم له لارې هېواد راستانه شوي دي.

سرچينې لیکلي، یاد ۲۸ کسان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله له ۴۰ ورځو تر دوو میاشتو زندانیان وو.

د زمري میاشتې په ۲۱ مه د کډوالو چارو وزارت ویلي و، په تېر یو کال کې له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو یو میلیون او ۸۷۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي او دا مهال د ګاونډیو په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو کې څه باندې ۱۶ زره افغانان بندیان دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.