ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې یو کوډګر او د هغه پنځه ملګري نیول شوي

غزني کې یو کوډګر او د هغه پنځه ملګري نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې یو کوډګر او د هغه پنځه ملګري نیول شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک آژانس ته وویل، دغه کسان د ناوې ولسوالۍ په کوچنۍ ناوه سیمه کې په یو کور کې باالفعل د کوډو کولو پرمهال نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې ده: «کوډګر په کور کې یو چرګ حلال کړی او په ځمکه یې تارونه تاو کړي او میخونه یې ټک وهلي، خلکو ته به یې تعویذونه ورکول، کوډې به یې کولې او د کورنیو ترمنځ به یې خپلمنځي ستونزي جوړولې.»

ده زیاته کړه، خپله کوډګر به کوډې کولې او ملګرو به یې ورته په ناوه ولسوالۍ کې کمپاین کاوه څو خلک ورشي.

نوموړی وايي، دوی هڅه کوي، د دې ډلې اړوند او نور ټول هغه کسان ونیسي چې کوډې کوي او خلکو ته ستونزې جوړوي.

ده له خلکو وغوښتل چې دغسې خلکو ته دې نه ورځي او د اسلام د دین خلاف کړنو څخه دي ځانونه وساتي.

په ورته وخت کې، د غزني یو شمېر اوسېدونکي هم د دغو کسانو پر نیولو خوښ دي.

د ناوې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فریداحمد له پژواک سره خبرو کې له امنتیي کسانو غوښتنه وکړه څو ټول هغه کسان ونیسي چې کوډې کوي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په غزني او یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر کسان د کوډو او جادو کولو په تړاو نیول شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.