کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): د مس عینک قراردادي کمپنۍ مشر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په ليدنه کې ویلي، د مس عینک په لومړۍ برخه کې به له ۵ میلیارد امریکایي ډالرو ډېره پانګونه وکړي او په دغه پروژه کې به شاوخوا درې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ له رئيس سونګ ون بینګ او مل پلاوي سره وکتل.
بینګ په دغه لېدنه کې ویلي، د مس عینک عملي چارو د ژر پیلېدو په موخه یې هڅې چټکې کړې دي او د اسلامي امارت په راتګ سره د کان کېندنې برخه کې د ډېرو ستونزو د حل تر څنګ لاهم د افغانستان د حکومت همکاریو ته اړتیا لري.
د نوموړي په وینا، د مس عینک په لومړۍ برخه کې به له پنځه میلیارد ډالرو ډېره پانګونه وکړي. همدارنګه به دغې سیمې ته د غزېدلي سړک له جوړېدو وروسته به د کان کېدنې لومړنۍ چارې پیل او په راتلونکي زېږدېز کال کې به د اړتیا وړ ماشینري هم افغانستان ته را وارده کړي.
ده دغهراز ویلي، په دغه پروژه کې به په مستقیم ډول درې زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او پلان لري چې یوه ډله افغانان له ګمارنې وروسته د مسلکي روزنې په موخه چین ته ولیږي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دغه لېدنه کې ویلي، اسلامي امارت د مس عینک له قراردادي کمپنۍ سره د عملي کار پيل لپاره همکارۍ ته چمتو دی.
ده ویلي، د مس عینک د عملي چارو پیل ته دې هڅې ډېرې او د وخت له ضایع کېدو باید مخنیوی وشي.
ارګ زیاته کړې، په پای کې مولوي عبدالکبیر د لومړي مس عینک قراردادي کمپنۍ ته ډاډ ورکړ چې اړونده ادارې به د هغوی د ستونزو د حل په موخه لاس په کار شي.
د راپورونو له مخې، د مسعینک کان – چې د څه باندې ۱۱ میلیون ټنو مسو د شتون اټکل پکې شوی – د استخراج تړون په ۱۳۸۸ لمریز کال کې له یوې چینايي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسليک شوى دى.
د یاد کان په سیمه کې کیندنې شوې او یوازې په ۱۳۹۹ کال کې هلته ۳۱۰۰ تاریخي اثار موندل شوي؛ خو د کان اړوندې چارې ډېرې ورو پر مخ تلې او تر اوسه یې د استخراج چارې پیل شوې نه دي خو د روان کال وږي میاشت کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د مسعینک کان په نړۍواله کچه د مسو دویم تر ټولو لوی کان دی.
د مسعینک کان قراردادي کمپنۍ له دې مخکې ویلي وو چې د عینک له سيمې د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه د کانکېندنې چارې پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP