Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د برېښنا یوه شبکه بېرته فعاله شوه

نورستان کې د برېښنا یوه شبکه بېرته فعاله شوه

author avatar
8 Oct 2024 - 21:42
نورستان کې د برېښنا یوه شبکه بېرته فعاله شوه
author avatar
8 Oct 2024 - 21:42

پارون (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): د نورستان ولایت مقام وایي، په پارون ښار کې د نهه میلیون افغانۍ په لګښت د برېښنا د یوې شبکې له بیا رغولو  وروسته له ۳۰۰ کورونو پرې شوې برېښنا بېرته ونښلول شوه.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د نورستان مرکز پارون ښار په ګډون درې سوه کورنیوته د بېرته د برېښنا یوه شبکه فعاله شوه.

هغه زیاته کړه، د یادې شبکې برېښنا څلور میاشتې وړاندې د یو لړ تخنیکي ستونزو له کبله پرچاو شوې وه چې د برېښنا عمومي ریاستپه مالي ملاتړ د نهه میلیون افغانیو په لګښت بیا ځلي ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار اوسېدونکی حبیب‌ا‌لله همدرد وایي  چې دوی پخوا برېښنا درلوده، خو د توربینونو د خرابوالي او سربند د تخریب له امله یې برېښنا پرې شوې وه.

Views: 23

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.