لښکرګاه (پژواک ، ۱۷ تله ۱۴۰۳ ): د هلمند امنیه قوماندانۍ وایي، په دغه ولایت کې یې د نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت له لورې نیول شوي شپږ زره کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي سوځولي دي.
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبرياژانس ته وویل، یاد توکي د تېرو شپږو میاشتو يه موده کې د دغه ولایتمرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر ولسوالیو کې نیول شوي وو.
هغه وویل: «په دغه توکو کې ۱,۴۵۹ کېلو ګرامه هيروئين، ۴۵۲,۷۱۹ کېلو ګرامه ښيښه، ۵۳۷ کېلو ګرامه تریاک، ۷,۱۷۷ کېلو ګرامه چرس،۲,۱۵۸ ګرامه ټابلیټ کا ګولۍ، ۱۲۲۲٬۴۰۰ کېلو ګرامه ایف او کیمیاوي مواد، ۲۶ ګرامه كرسټال، ۴ کېلو ګرامه د ترياکو دوا، ۸۳۵۰ ليترهتيزاب، ۹ ليتره شراب، ۱۵۰۰ کېلو نوشادر، ۲۰۰۰ کېلو ګرامه آهاک، ۳۰۰ كېلو پرسټامول پوډر، ۶۰ لیتره امونيا اوبه، ۹۹ كېلو سپین انبار،۱ کېلو بيست، ۲۵ کېلو سوچمه، ۱۰ كېلو رنگ او ۷۲ کېلو تابلین نشه یي ګولۍ شاملي وې.»
ده دغه راز وویل چې د یادو نشهیي توکو په تړاو ۲۸۱ کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن