ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان بهارک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښته شکایت کوي

د بدخشان بهارک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښته شکایت کوي

author avatar
8 Oct 2024 - 16:08
د بدخشان بهارک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښته شکایت کوي
author avatar
8 Oct 2024 - 16:08

فیض‌اباد (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): بدخشان کې د بهارک ولسوالۍ د فراخ دښتې دوبندي کلي یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دغه کلي سلګونه کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او د سیند له اوبو د استفادې له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

دوی له اسلامي امارت او موسسو غواړي چې د څښاک اوبو ته د لاسرسي برخه کې دې همکاري ورسره وکړي.

د بهارک ولسوالۍ د دوبندي کلي شورا عمومي رییس مولوي فضل‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه کلي ۱۶۰۰ کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

هغه وویل، هره کورنۍ په دوو ورځو کې لس لېتره څلور بوشکې اوبه ترلاسه کوي چې دا بسنه نه کوي او هغه ادارې چې د ستونزو د حل په موخه ورغلې، دې برخې ته یې هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

د دغه کلي یوه بل اوسېدونکي نعمت‌الله وویل: «د څښاک اوبه نه لرو، د ویالو او د سیند له اوبو استفاده کوو، موږ او زموږ ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږو.»

د دې سیمې یوه بل اوسېدونکي محبوب‌الله وویل چې په ۴۵۰ زره افغانۍ یې د اوبو یوه چینه اخیستې، خو حکومت او موسسو له چینې او د دوی د اوسېدو تر ځایه د پایپونو غځولو برخه کې پاملرنه نه ده کړې او تر اوسه کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه اوسېدونکي له اسلامي امارت، ملي او نړۍوالو موسسو غواړي چې د څښاک اوبو برابرېدو برخه کې پاملرنه ورته وکړي.

ورته مهال، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله امیري د څښاک اوبو ته د بهارک ولسوالۍ فراخ دښتې د دوبندي کلي د اوسېدونکو نه لاسرسی مني.

خو هغه وویل، هیله ده چې اړوندې ادارې د ملي او نړۍوالو موسسو په همکارۍ دغو اوسېدونکو ته د څښاک اوبو برابرېدو برخه کې هڅې وکړي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.