Language

لوګر او میدان‌وردګو کې ترافیکي پېښې؛ یو کس مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي

پل‌علم – میدان‌ښار (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): په لوګر او میدان‌وردګو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر د ترافیکو مدیریت مطبوعاتي مسوول ګل‌محمد همت پژواک خبری اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د پل‌علم ښار اړوند د لوګر - پکتیا پر لویه لار سراچې او کاسټر موټرو ټکر کړی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او ۱۱ نور کسان ټپيان شوي دي.

همت دغه راز وویل چې د محمداغې ولسوالۍ اړوند د کندهاري پل سیمه کې یو کرولا موټر چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې درې کسان ټپیان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یادو پېښو ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته وړل شوي خو د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د یو بل خبر له مخې، میدان‌وردګو کې هم ترافیکي پېښه شوې ده.

په یاد ولایت کې د پنځمې پلې لوا له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ اړوند ټوپ دښته کې دوو کرولا موټرو ټکر کړی دی.

سرچینه وايي، په یاده پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي چې امنیتي کسانو روغتون ته وړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

مسوولینو د یادو ترافیکو پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کړه.