جلالاباد (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر له لوري د شپږنيم ميليونه افغانيو په لګښت د يوې رغنیزې پروژې چارې پيل شوې.
مسوولين وايي، په دغه پروژه کې د اوومې ناحيې اړوند د يوې سيمې د کوڅو او ويالو جوړول شامل دي چې نن د تلې په ۱۸مه يې کارونه پيل شول.
د جلالاباد ښاروالۍ مرستيال مولوي محمداسحاق سعيد د دغې پروژې د پيل پرمهال وويل چې د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند نغرک سيمه کې د ۶.۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د کوڅو او ویالو د جوړولو چارې پیل شوې.
هغه زياته کړه، د دغې پروژې موخه په جلالآباد کې د ښاري او سیمهییزو اسانتیاوو رامنځته کول دي چې لګښت يې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) له لوري ورکول کېږي.
دی وايي، په دغه پروژه کې دوې کوڅې او ویالې جوړېږي چې په مجموع کې ۷۲۱ متره اوږدوالی لري او ګڼو کسانو ته د لنډمهاله کار زمينه هم برابرېږي.
د مرستيال ښاروال په وينا دا پروژه به د درېيو مياشتو په موده کې بشپړه شي چې سلګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
د سيمې اوسېدونکي د دغې پروژې پيل ته خوښ دي.
د رازمحمد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، د ويالو او کوڅو د خرابوالي له امله په سيمه کې ټولې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ وې.
هغه وايي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.
د دې پروژو د تطبیق موخه د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د لنډمهاله کاري فرصتونو او بېړنېو لومړنيو خدمتونو وړاندې کول په ګوته شوي چې تر ډېره د یادو پروژو پیسې کارګرو او بشري قوې ته ځانګړې شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن