کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (چهارشنبه) سعودي عربستان ته ځي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې دغه سفر د ایران د ډیپلوماټيکو خبرو اترو پر دوام او په غزه او لبنان کې د اسرائیل له لوري د نسلوژنې او تېري درولو لپاره د سیمې له هېوادونو سره د همغږۍ په موخه ترسره کېږي.
هغه څرګنده کړې چې نسلوژنه او تېری باید ودرول شي.
هغه ویلي: «ایران له پخوا څخه ډېر د سیمې ټولو ملتونو ته ګټې رسولو لپاره د امنیت او ټیکاو او اقتصادي همکارۍ په موخه له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دی.»
بلخوا، ایسنا خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو ویلي چې ټاکل شوې عراقچي ریاض ته د خپل سفر پر مهال د بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو، ولسي موضوعاتو او د دوه اړخیزو مناسباتو د ټینګښت او پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.
په راپور کې راغلي، دغه ایراني چارواکی به د یاد سفر په ترڅ کې له خپل سعودي سیال سره د فلسطین او لبنان له خلکو د ملاتړ، پر فلسطین او لبنان د تېري درولو او د بېړنیو مرستو د استولو په ګډون پر بېلابېلو نورو مهمو موضوعاتو هم وغږیږي.
د یادولو ده چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ په زیاتېدو سره، د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې لبنان او سوریې ته هم سفر کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP