کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د ترکیې د یوه هوایي شرکت الوتکې پیلوټ د پرواز پر مهال مړ شوی او الوتکې بېړنۍ ناستې کړې ده.
د امریکا غږ راپور له مخې، د دغه شرکت ویاند یحیا اوستون ویلي چې دې الوتکې د سه شنبې په ماښام د استانبول په نیت د امریکا په لویدیځ کې له سیاټل ښار څخه الوتنه کړې وه.
هغه ویلي: «:پیلوټ د الوتنې پرمهال سکته کړې ده، هغه ته په الوتکه کې د بیړنۍ طبي مرستې له ناکامېدو وروسته، د الوتکې د عملې یو بل پیلوټ او د هغه همکار پیلوټ پریکړه وکړه چې بیړنۍ ناسته وکړي.»
د راپور له مخې، دغې الوتکې په نیویارک کې بیړنۍ ناسته کړې خو پیلوټ یې ځمکې ته له رسېدو وړاندې مړ شوی دی.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، اوستون لیکي، ۵۹ کلن پیلوټ، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د ترکیې د هوايي شرکت سره کار کاوه، د مارچ په میاشت کې یې یوه طبي معاینه کړې وه او ددغې معاینې له مخې یې کومه روغتیايي ستونزه نلرله.
![د ترکیې د یوه هوایي شرکت الوتکې پیلوټ د پرواز پر مهال مړ شوی](https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2024/10/IMG_3519.jpeg)
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP