فراه ښار (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې د وسلهوالو غلو یوه څلورکسیزه ډله نیولې ده.
د فراه امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک ته استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د حرفوي غلو یوه څلور کسیزه وسلهواله ډله نیولې ده.
سرچینه وايي چې دغو کسانو د فراه ښار له درېیمې ناحیې څخه د یوه ډاکټر له کور ۲۵۰ زره افغانۍ، په همدغه ناحیه کې یې د حبیبالله له هټۍ او د قلعه زمان سیمې له یوې بلې هټۍ څخه د وسلو په زور غلاوې کړې دي.
خبرپاڼه لیکي چې دغو کسانو پر خپلو جرم اعتراف کړی او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې د فراه ښار د درېیمې ناحیې یوه اوسېدونکي حبیبالله پژواک ته وویل چې څه موده وړاندې وسلهوالو غلو ترې یو سامسونګ او درې نوکیا موبایلونه او ۳۰ زره افغانۍ وړې دي.
هغه وویل چې دغه نیول شوي وسلهوال غله نه پېژني خو له حکومته غوښتنه کوي، کوم کسان چې غلا کوي د شریعت مطابق دې سزا ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP