ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پي‌ټي‌اېم: د پاکستاني پولیسو د ډزو له امله خیبر کې د جرګې غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پي‌ټي‌اېم: د پاکستاني پولیسو د ډزو له امله خیبر کې د جرګې غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
9 Oct 2024 - 17:11
پي‌ټي‌اېم: د پاکستاني پولیسو د ډزو له امله خیبر کې د جرګې غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
9 Oct 2024 - 17:11

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د پي‌ټي‌اېم ځینې غړي وایي، د پاکستان پولیسو خیبر کې د اکټوبر په ۱۱مه جوړېدونکې جرګې ته پر راټولو شوو کسانو ډزې کړي، درې کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې د روانې اکټوبر مياشتې په ۱۱مه خیبر کې «د پښتنو قومي عدالت» په نوم جرګه جوړه شي؛ دغه جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له خوا رابلل شوې او هغه ویلي، د کوزې پښتونخوا پښتانه ولسونه به په کې د ورپېښو مسایلو د حل پر لارو چارو بحث او پرېکړې کوي.

د یاد غورځنګ ځینې کسان وایي، د پاکستان پولیس تېره شپه د جرګې سیمې ته ورغلي وو، هلته یې خندقونه کیندلي خو اوس له سیمې وتلي دي.

منظور پښتین د بلال یاسر په نوم د دغه غورځنګ د یوه غړي ټوېټ خپور کړی چې لیکلي یې دي، په خیبر کې د نن سهار راهيسې د پولیسو په ډزو کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

مشال راډیو بیا د پېښور د حیات‌اباد میډیکل کمپلېکس د طبي چارو رییس ډاکتر شهزاد اکبر له قوله لیکلي چې له دغو پېښو ۳ مړي او ۱۲ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

د پاکستان وي‌او‌اې ډيوې د راپور له مخې، پولیسو د یادې جرګې پر غړو اوښلن ګاز هم شیندلی دی.

درې ورځې مخکې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یوه مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) رسمي بندیز اعلان کړ او ویې ویل چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»

تېره ورځ د بښنې نړۍوال سازمان وویل، پاکستان دې د بشري حقونو پر فعالانو بندیزونه نه لګوي او د پښتون ژغورنې پر غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) لګول شوی بندیز دې ژر لرې کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.