کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د امریکا د متحده ایالاتو عدلیه وزارت وايي، یو افغان د امریکا د ټاکنو پر ورځ د برید د پلان جوړولو په تور نیول شوی دی.
فاکس نیوز تېره ورځ (سهشنبه) د امریکا د عدلیه وزارت له قوله راپور ورکړی چې دغه کس د اوکلاهاما ښار اوسېدونکی دی او د امریکا د ټاکنو پر ورځ یې د «ترورستي برید» پلان درلود.
سرچینې ادعا کړې چې نیول شوي کس له داعش ډلې سره اړیکه درلوده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د تورن کس نوم نصیراحمد توحیدي دی، ۲۷ کلن دی او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو څو اونۍ وروسته د کډوالۍ په ځانګړې ویزې متحده ایالاتو ته تللی و او اوسمهال د خپلې کډوالۍ دوسیې څېړلو ته په تمه دی.
د راپور له مخې، توحیدي له یو بل ځوان سره چې هویت یې معلوم نه دی، دوشنبه ورځ نیول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP