Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میمنې ښار کې د هلکانو او نجونو یو روزنتون پرانیستل شو

میمنه (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یو روزنتون چې د ۲۵۰ هلکانو او نجونو پالنه او روزنه به په‌کې کېږي، پرانیستل شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد زاهد احمدي چې فاریاب ته تللی، د دغه روزنتون د پرانیستې مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه لارښوونې مطابق دغه وزارت مکلف دی، څو یتیم او بې‌پرسته ماشومان راټول، د هغوی روزنې، زده‌کړو، ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

د فاریاب مرستیال والي مولوي حمید الله ارشاد وویل، تېر ۲۰ کلن جنګ او اشغال کې په دغه ولایت کې شاوخوا زر ماشومان یتمیان او بې‌سرپرسته شوي چې د هغو د روزنې، زده‌کړو او څارنې مسوولیت د حکومت پر غاړه دی.

دغه ‌راز، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي پژواک ته وویل چې د وزارت د سهمیې له مخې، د ۱۵۰ هلکانو او ۱۰۰ یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو په ګډون ۲۵۰ ماشومان په جلا ډول د میمنې ښار په روزنتون کې تر روزنې لاندې ونیول شي.

ابراهیمي زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته تعلیمي، تربیتي، روغتیايي او غذایي برخو کې ټول لازمي خدمات برابروي څو په سم ډول وروزل شي.

نوموړی وایي، تر اوسه یې د هېواد په کچه ۱۰ زره یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته روزنه ورکړې او دغه‌راز هڅه کېږي څو په راتلونکې کې یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان له ولایتونو او ولسوالیو راټول او تر روزنې لاندې ونیسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.