کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د چارو ادارې ریاست وایي چې له نشهیي توکو سره د مبارزې کمېسیون د طرزالعمل مسوده وروستۍ شوه او د توشیح لپاره به د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته ولېږل شي.
د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون د چارو ادارې لوی ریيس شيخ نورالحق انور په مشرۍ له نشهیي سره د مبارزې عالي کمېسيون د طرزالعمل مسودې په اړه د ۱۳ وزارتونو معينانو او د کابينې چارو د انسجام او عالي کمېسيونونو رياست ترمنځ وروستۍ غونډه وشوه.
خبرپاڼه کې راغلي، د چارو ادارې لوی رياست د کابينې چارو د انسجام او عالي کمېسيونونو ریيس مولوي محمدصادق عاکف له لوري د ياد طرزالعمل مسوده مادهوار ولوستل شوه او پر يو شمېر مواردو یې بحث وشو چې په پایله کې يې د ځينو اصطلاحاتو او محتوا د تغيیر او بدلون پرېکړې وشوې.
سرچینې زیاته کړې، له دې مخکې له نشهیي توکو سره د مبارزې عالي کمېسيون د طرزالعمل په اړه لومړنۍ ناسته کې چې د چارو ادارې د لوی رییس شيخ نورالحق انور په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه شوې وه چې د اړوندو وزارتونو د تخنيکي مسوولینو له لوري دې ياد طرزالعمل مطالعه او د بدلون وړ موارد دې یې په نښه شي.
سرچینه کاږي، ياده مسوده د چارو ادارې لوی رياست د کابينې چارو د انسجام او عالي کمېسيونونو رياست له لوري په درېیو فصلونو او ۲۵ مادو کې چمتو شوې چې په کې عمومي احکام، د وظایفو وېش، کاري تګلاره او نور احکام ترتيب شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، وروستۍ غونډه کې د دغه طرزالعمل مسودې په اړه تفصيلي بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د توشيح لپاره به د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته ولېږل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له نشهیي توکو سره د مبارزې عالي کمېسيون د طرزالعمل مسوده د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر اساس ترتيب او د رياستالوزراء مقام د حکم له مخې، د دغه رياست د سياسي مرستيال په مشرۍ ياد کمېسيون رامنځته شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP