Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل سروبي کې دوو ترافيکي پېښو اته کسان ټپيان کړي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د کابل ولایت اړوند په سروبي ولسوالۍ کې دوو ترافيکي پېښو کې اته کسان ټپيان شوي دي.

د کابل امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، دغه ترافيکي پېښې تېره ورځ، د کابل – ننګرهار پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په «ماڼو» کلي او «ورېښمین تنګي» سيمو کې د کوچينو موټرو د ټکرونو له امله رامنځته شوې دي.

هغه زیاتوي، ټپيان امنیتي ځواکونو په وخت د سروبي ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.