Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د انګورو حاصلات سږ کال ۴۰۰ زره ټنه اټکل شوي

غزني کې د انګورو حاصلات سږ کال ۴۰۰ زره ټنه اټکل شوي

غزني ښار (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): د غزني کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۴۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

بل لورته، کروندګر هم وايي چې سږ کال یې د انګورو د حاصلاتو کچه لوړه ده، خو ټینګار کوي چې د خرڅلاو لپاره یې باید بازار وموندل شي.

په دې اړه د غزني د ګیلان ولسوالۍ د شینکۍ سیمې یوه بڼوال شکور پژواک ته وویل، په ۵۰ جریبه ځمکه د انګورو باغونه او په کې نهه ډوله انګور لري.

هغه وايي چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال د انګورو د حاصلاتو کچه ښه ده خو د انګورو ساتنې لپاره د سړو خونو نشتون اندېښمن کړی دی.

هغه وویل: «نور کلونه به انګور پاکستان ته صادرېدل له هغه ځایه به د پاکستان په نوم نورو هېوادونو لکه هند، چین او عربستان ته تلل چې بازارونه به یې ښه وو. خو سږ کال بهرنی بازار هېڅ نه لري.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په غزني ښار کې د یو من (۷ کیلو) انګورو بیه ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې ده.

دغه راز، د واغظ ولسوالۍ یو بڼوال سیدکریم هم ورته ستونزې یادې کړې او ویې ویل چې حکومت باید د دوی حاصلاتو ته مناسب بازار پیدا کړي.

هغه وویل: «د تېرو کلونو په پرتله سږ کال حاصلات ښه دي، خو سم بازار نه لري او بڼوالو خپل حاصلات په بازار کې په سلو افغانیو پلوري چې مصروف هم نه پوره کوي.»

یو شمېر نورو بڼوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

بل لورته، حکومتي مسوولین هم وايي چې سږ کال په دغه ولایت د انګور د حاصلاتو کچه لوړه ده.

د غزني د کرنې ریاست د بڼوالۍ مدیر محمدعارف حسیني پژواک ته وویل، سږ کال د غزني د مرکز په ګډون په ۱۸ ولسوالیو کې د انګورو د حاصلاتو کچه لوړه ده.

هغه وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۴۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

خو نوموړي د تېر کال ارقام وړاندې نه کړل.

حسیني زیاته کړه چې حکومت په لوړه کچه هڅه کوي څو د کروندګرو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر کې بازار پیدا کړي.

هغه دا هم وویل چې په غزني کې د کروندګرو حاصلاتو د ساتنې په موخه د یوې معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پيل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د غزني ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د انګورو د حاصلاتو کچه لوړه ده خو بڼوال یې په بازار کې له ټیټو نرخونو شکایت کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.