کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د ملي دفاع وزارت دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
سرچینې لیکلي چې په دغه وسلو او مهماتو کې دوه میله کلاشنکوفونه، دوه ضرب هاوانونه، دوه میله هشتادو دو، یوه میل دهشکه، اووه بیم یک، یو میل تومانچه او قابه دوربینونه شامل دي.
ملي دفاع وزارت دغه راز لیکلي، په نیول شوو مهماتو کې دوه بکسې د دهشکې مرمۍ، ۳۵۷ فایره مختلفالنوع مرمۍ، ۶۹ سر ګلولې او ځینې نور مهمات هم د یادو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن