Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عربي هېوادونو له امریکا غوښتي چې د ایران پر نفتي زېرمو د اسرائیل د احتمالي برید مخنیوی وکړي

عربي هېوادونو له امریکا غوښتي چې د ایران پر نفتي زېرمو د اسرائیل د احتمالي برید مخنیوی وکړي

author avatar
11 Oct 2024 - 16:01
عربي هېوادونو له امریکا غوښتي چې د ایران پر نفتي زېرمو د اسرائیل د احتمالي برید مخنیوی وکړي
author avatar
11 Oct 2024 - 16:01

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): رسنیو راپور ورکړی چې د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون عربي هېوادونو له امریکا غوښتي چې د ایران پر نفتي زېرمو د اسرائیل د احتمالي برید مخنیوی وکړي.

تېره اونۍ ایران ۲۰۰ بالسټیک توغندي پر اسرائیل وویشتل، له برید وروسته اسرائیل ګواښ وکړ چې ایران به «سخت تاوان» ورکړي خو تهران ویلي چې د غچ اخیستو هر ډول اقدام به له ویجاړوونکي غبرګون سره مخ شي.

رویټرز د یادو درېیو عربي سرچینو له قوله راپور ورکړی، یاد هېوادونه اندېښمن دي چې که اسرائیل د ایران پر نفتي زېرمو برید وکړي، نو د دغه هېواد «ملاتړې ډلې» به په ځواب کې د یادو عربي هېوادونو پر نفتي زېرمو برید وکړي.

د راپورونو له مخې، عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر اسرائیل ته اجازه نه ده ورکړې چې پر ایران د احتمالي برید لپاره د دغو هېوادونو له هوايي حریم څخه ګټه پورته کړي او د یادې موضوع په اړه یې واشنګټن ته هم خبر ورکړی دی.

د عربي هېوادونو دا اندېښنې داسې حال کې مطرح کېږي چې مخکې له دې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو، پر اسرائیل د ایران د وروستي برید په غبرګون کې د ایران پر نفتي زېرمو د اسرائیل د احتمالي برید خبرې اترې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.