Language

د اسلام‌اباد په قایداعظم پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د نښتې له امله اووه کسان ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د قایداعظم پوهنتون کې د محصلینو د دوو ډلو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې اووه کسان ټپیان شوي دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه نښته تېره ورځ ماښام په قایداعظم پوهنتون کې د پښتنو او پنجابیانو د دوو ټولنو ترمنځ شوې ده.

سرچینې لیکلي چې په دغه نښته کې پنځه تنه ټپیان شوي او د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې بیا لیکلي چې په دغو نښتو کې اووه کسان ټپیان شوي دي.

راپور کې راغلي چې تر دې نښتې وروسته د یاد پوهنتون لیلیه د اکټوبر تر شلمې نېټې رخصت شوې او له محصلینو هم غوښتل چې خپل اتاقونه پرېږدي.