کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): اسلامي امارت د روسیې فدراسیون شورا د نړۍوالو چارو د رییس له هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي يې دي، منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې اړینې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د فدراسیون شورا د نړۍوالو چارو رییس ګریګوري کراسین تاجیکستان کې د منځنۍ اسیا سیمهییز امنیت په تړاو غونډه کې ویلي، منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره خبرې اړینې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پوه یوه غږیز پيغام کې ویلي: «موږ د روسیې فدارسیون د دغه مثبت دریځ هرکلی کوو، واقعیت هم همدا دی چې له اسلامي امارت سره د سیمې هېوادونو ډيالوګ او خبرې د سیمهییز ثبات او د اړېکو لا پراختیا لپاره مهمې دي.»
ده ویلي، سیاسي ډيالوګ د مثبتو تعاملاتو لپاره لاره جوړوي او اسلامي امارت هم د خبرو اترو له لارې په رغنده سیاسي تعامل باور لري.
د یادونې ده، له دې مخکې د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ویلي وو چې په نږدې راتلونکي کې به اسلامي امارت روسیه کې د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن