فیضاباد (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۳): د بدخشان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي چې یاده پېښه پرون مازیګر د یاوان ولسوالۍ په «دره سري» سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، یاده پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې قربانیان د کندوز اوسېدونکي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP