قلعهنو (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ دوه ماشومان څاه ته لوېدلي او دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د باغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د بالامرغاب ولسوالۍ پنېرک سیمه کې شوې ده.
سرچېنې لیکلي، په یاده سیمه کې د يوې څاه د چت تړيدو له امله دوه ماشومان څاه ته لويدلي او دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن