Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټولګټو وزارت سرپرست: قراردادي شرکتونه دې د سالنګ لارې بیارغونې چارې د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې کړي

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت سرپرست د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له چارو د لیدنې پر مهال ویلي چې قراردادي شرکتونه دې د دې لارې چارې د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې کړي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ د سالنګ لارې له درېیو برخو لیدنه وکړه.

هغه د شمالي او سوېلي سالنګ او د خنجان دوشي سړک د لیدنې په ترڅ کې له قراردادي شرکتونو او تطبیقوونکي ټیمونو غوښتنه وکړه چې د ژمي له رارسېدو مخکې دې د سالنګ لویې لارې کارونه بشپړ کړي.

بلخوا، تطبیقو‌ونکو ټیمونو هم ډاډ ورکړ چې ځینې برخې به له پلان سره سم د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې شي.

حق‌شناس وویل چې د سالنګ له تونله تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د کانکرېټ اچونې کارونه بشپړ شوي او پر ۱۰ نورو ګالریو کار روان دی.

هغه زیاته کړه چې د شمالي سالنګ  پر پنځو ګالریو او د سوېلي سالنګ پر پنځو ګالریو کار روان دی.

د یادونې ده، د سالنګ لویې لارې په درېیو برخو کې د روان کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

په همدې حال کې، کوچني مسافروړونکي موټر کولای شي ۲۴ ساعته په دغه مسیر تګ راتګ وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.