ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر غزه د اسرائیل تازه بریدونو کې ۴۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

پر غزه د اسرائیل تازه بریدونو کې ۴۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
12 Oct 2024 - 17:26
پر غزه د اسرائیل تازه بریدونو کې ۴۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
12 Oct 2024 - 17:26

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د غزې روغتيايي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزه د اسرائيل بریدونو کې لږ تر لږ ۴۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین خبري اژانس وفا د راپور له مخې، د فلسطين روغتیایي چارواکو نن ویلی چې اسرائيل په غزه کې بريدونه کړي چې له امله یې ۴۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، اسرائيلي ځواکونو غزه کې پنځه «وحشیانه او قتل‌عام» بريدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، تر دې مهاله په غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۴۲۱۷۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۹۸۳۳۶ ډېر نور ټپيان شوي دي.عرفانیار

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.